بلخ @ps

د اختر لمونځونه دې له روغتیايي سپارښتنو سره سم ادا شي- عالمان

Published

on

د بغلان ولایت دیني عالمانو له هېوادوالو غوښتي، چې د اختر لمونځونه دې د حج او اوقافو او عامې روغتیا وزارتونو له سپارښتنو سره سم ادا او تر سره شي.

د بغلان ولایت د حج او اوقافو ریاست چارواکي او دیني عالمان له عامې روغتیا وزارت سره د همغږۍ له مخې په هېواد کې د کروناویروس پر خوریدو اندېښنه ښیي او غواړي، چې هېوادوال د اختر لمونځونه له روغتیایي سپارښتنو سره سم ادا کړي.

دوی په یو پرېکړه لیک کې د جوماتونو له ملاامامانو هم غوښتي، چې تبلیغ او خطبې دې د سولې په اړه رالنډې او له کرونا ویروس څخه د خلاصون پر لارو چارو را وڅرخوي.

دیني عالمانو له کرونا ویروس سره د مبارې په موخه وقایوي ګامونه پورته کړي او د هغو جوماتونو ضد عفوني پیل شوي، چې د اختر لمونځ پکې ترسره کیږي. دغه راز سپارښتنې کوي، چې لمونځ دې په پرانستي ځای کې ادا،  واټن او ماسک کارول دې مراعت شي.

د بغلان د حج او اوقافو ریاست مشر نقیب الله سجاد ویلي، چې پر کرونا ویروس اخته او شکمن کسان دې د جماعت لمانځه ته نه راځي او خپل لمونځونه دې په کورونو کې کوي.

دغه راز د بغلان امنیه قومندان محمد ویس صمیمي هم په اختر کې د جوماتونو، ښار او لویو لارو د خوندیتوب ډاډ څرګند کړی دی.

د بغلان دیني عالمانو د هیواد له اوسیدونکو څخه وغوښتل، چې اختر له خپلو کورنیو سره ولمانځي اوله کورونا ویروس سره مبارزه پوره مبارزه وکړي او د خوریدو مخه یې ونیسي؛ له ګډط ناستې، ښکلولو، غېږ کې نیولو او روغبړ څخه دې ډډه وکړي.

Trending

Exit mobile version