تازه خبرونه

د اختر له پاره سودا ارزانه واخلئ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ او صنایعو خونې له خوا په کابل کې د لیلام ترنامه لاندي یو نندارتون پرانستل شو ترڅو د لوی اختر په مناسبت خلکو ته په ټیټه بیه تولیدات وړاندې کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال وايي د دغه نندارتون په تنظیم کې د سوداګرۍ وزارت برخه نه ده اخیستې او پرانیستلو ته یې هم کوم چارواکی نه دی ورغلی. د ملي شورا یو شمېر غړي هم دغه نندارتون کې د سوداګرۍ وزارت د مسولینو نشتوالی د اندېښنې وړ بولي.

په دغه نندارتون کې افغان او ترکي شرکتونه چې شمېر يي ۴۵ته رسېږي، خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي او دا نندارتون به د دوولسو ورځو له پاره پرانيستی وي. د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال وايي د هېواد اقتصادي شرایطو ته په کتو دولت باید سوداګر د پانګونې له پاره تشویق کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې تجارتي مرستیال یونس مومند وايي: “د نندارتون ټول کارونه په خپله د سوداګرو له خوا شوي خو د پرانستلو له پاره یې نه کوم وزیر او نه هم کوم مرستیال راغلی چې دا کار زمونږ له پاره د منلو نه دی دوی باید خصوصی سکتور تشویق کړي خو دوی پخپله د پانګوالو زړونه ماتوي.”

د سوداګرۍ وزارت د متشبثینو د بورډ غړی اعتبارخان ځدارن وايي: “د سوداګرۍ وزارت باید سوداګر د دې پر ځای چې تشویق کړي برعکس دوی داسې کار کوي چي پانګوال او سوداګر هېواد کې له پانګونې څخه لاس په سر شي.”

په ورته وخت کي د ملي شورا یو شمېر غړي بیا وايي چې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت استازي باید دې غونډې ته راغلي وای.

د ولسي جرګي غړی محمد هاشم فاریابي وايي: “د هېواد اقتصادي حالت ته په کتو سره باید دوی دلته راغلي وای او سوداګر یې پانګونې ته تشویق کړي وای.”

کومو کسانو چې خپل تولیدات نندارې ته اېښي د نورو نندارتونونو د جوړېدو غوښتنه هم کوي.

د یوې غرفې پلورونکی وايي: “د سوداګرۍ وزیر باید یا پخپله راغلی وای او یايې خپل یو مرستیال استولی وای چې له بده مرغه هېڅ یو کار هم نه دی شوی مونږ له دولت څخه هیله څرګندوو چې دغه نندارتونونه لا نور هم زیاد کړي.”

سوداګر وايي ترڅو چي د سکتوري وزارتونو له خوا له خصوصي سکتور سره همکاري ونه شي، له هېواد څخه به دا کمه نیمه پانګه هم خلک وباسي.”

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version