سیمه ییز خبرونه

د اختر ورځو ته مو بشپړ امنيتي تدابير نيولي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

كورنيو چارو وزارت وايي، چې په اختر كې به د هېواد د پلازمېنې او نورو ښارونو امنيتي تدابير د ډاډ وړ وي.

د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي:

پوليسو، پوځ او ملي امنيت خپلې هڅې گړندۍ كړي، چې د اختر په شپو او ورځو كې به د دښمنانو د احتمالي بريدونو مخه ونيسي.

ښاغلي صديقي له هېوادوالو او ښاريانو غواړي، چې د امنيثت په ټينگښت كې له خپلو امنيتي ځواكونوسره د تېر په څېرهمكاري وكړي.

كورنيو چارو وزارت په داسې حال كې له ډاډ من امنيت خبرې كوي، چې د هېواد په يو شمېر ښارونو كې د طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو بريدونه ډېر شوي دي.

Trending

Exit mobile version