تازه خبرونه
د اختر په ورځو کې د ترافيکي پېښو له کبله ۲۳۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د ترافیک پولیسو عمومي رییس حسيب الله مختار ويلي: د اختر په درې ورځو کې ۱۰۲ ترافیکي پېښې رامنځته شوي؛ له ۵۰ ډېر کسان مړه شوي او ۱۸۲ نور ټپیان دي.
د حسيب الله مختار د څرګندونو له مخې، د دغو پېښو ډیره برخه په هرات، غزني او پکتیا ولایتونو کې رامنځ ته شوي؛ خو د تېرو کلونو پر پرتله دا پېښې کمې شوې دي.
مختار وایي؛ ترافيکي پېښې د تېرو کلونو پر پرتله کمې شوي؛ ځکه سږ کال ډېر امنیتي تدابير نيول شوي و او د لارو په اوږدو کې امنیتي قطعې او کنډوکونه ځای پر ځای شوي دي.
خلکو ویلي؛ د ترافيکي قوانينو نه مراعت، د سړکونو او لويو لارو خرابوالى، د زړو وسايطو کارول، د کم عمر لرونکیو لهخوا د موټرسیالکونو کارول او د موټر چلوونکیو بې احتياطي د ترافيکي پېښو ستر لاملونه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ترافيک پوليسو د عمومي رياست د معلوماتو له مخې؛ په ١٤٠١ لمريز لېږدیز کال کې شاوخوا دوه زره او په ١۴٠٢ ل. ل کال کې نږدې څلور زره ترافيکي پېښې له ټول هېواده راپور شوي؛ خو سږ کال یوازې ۱۸۲ ترافیکي پېښې ثبت شوې دي.