سیمه ییز خبرونه

د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو د خپلواك كميسيون چارې رڼې ندي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د مشرانو جرگې يو شمېر غړو د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو پر خپلواك كميسيون سختې نيوكې وكړې، چې د دوى په وينا چارې يې يو لړ نيمگړتياوې لري.

مشرانو جرگې د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو د خپلواك كميسيون رئيس د يكشنبې په ورځ ( د مرغومي ۲۴ ) خپلې عمومي غونډې ته غوښتى وو.

د مشرانو جرگې غړو بلقيس روشن او حمېرا نعمتي  پر دې بنسټ له دې امله نيوكې وكړې، چې د دوى په وينا، چارې يې رڼې نه دي، د اداري فساد او د ملي شورا د ځينو غړو د لاسوهنو په پاېله كې له دې لارې دولتي پستونو ته ورتلونكي كسان وړ او په كار پوه نه دي.

د مشرانو جرگې دې غړو ويل، د پلازمينې او ولايتونو په دولتي ادارو كې سمون نه دى راغلى، د كميسيون چارې رڼې نه دي خلك  ستونزو سره مخ دي او د بې كارۍ كچه ورځ تر بلې زياتېږي.

خو د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو د خپلواك كميسيون رئيس احمد مشاهد وايې:

د تېرو په پرتله د دوى چارې ښې شوې دي او د ملكي مامورينو لپاره د كار د برابرولو تر څنگ ډېرې آسانتياوې ورته برابرې شوې دي.

احمد مشاهد په خپلې اړوندې ادارې كې د فساد شتون رد كړ او ويې ويل، چې كه څه هم د دوى چارې له يو لړ نيمگړتياو سره مخ دي خو كارونه شفاف پر مخ ځي.

د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو خپلواك كميسيون وايې، دا مهال دوى درې زره بستونه لري، خو دولس زره كسانو ورته د لار موندنې لپاره فورمې تر لاسه كړى دي.

Trending

Exit mobile version