سیمه ییز خبرونه
د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو كميسيون په رهبرۍ كې دې بدلون رامنځته شي
د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو كميسيون په تېرو اتو كلونو كې له اداري فساد سره په مبارزه كې دري نيم ميليارده ډالره لګولي. د ولسي جرګې ځيني غړي وايي، چې د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو د كميسيون له لارې په هر يوه استخدام شوي كارکوونکي لږ تر لږه يو سلو څلوېښت زره ډالر لګېدلى دى. ولسي جرګه غواړي د دغه كميسيون د برخليك په اړوند د جرګه ګيو د رئيسانو په غونډه كې پرېكړه وكړي.
د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو د كميسيون برخليك په ولسي جرګه كې توده موضوع بلل كېږي.
ويل كېږي دغه كميسيون په تېرو اتو كلونو كې د دولتي كارکوونکو د استخدام لپاره درې نيم ميليارده ډالره لګولي دي.
د ولسي جرګې ځيني غړي د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو د كميسيون د لغوه كولو غوښتنه كوي او ځيني نور بيا وايي، چې په كار ده د دغه كميسيون په رهبرۍ كې بدلون رامنځته شي.
په ولسي جرګه كې پرېكړه وشوه، چې دغه موضوع يو ځل بيا د جرګه ګيو د رئيسانو په غونډه كې وڅېړل شي.
د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو د كميسيون چارواكي په دې اړوند خبرو كولو ته حاضر نه شول.
په همدې وخت كې د ولسي جرګې ځيني غړي ټينګار كوي، چې په برېښنايي تذكرو كې بايد مليت مشخص شي.
د کورنیو چارو وزارت او د مخابراتو وزارت مسئولين وايي، چې د هر وګړي مليت د تذكرې په ځانګړې پاڼه كې ثبت كېږي، چې د ولسي جرګې ځيني غړي ور سره موافق دي، خو ځيني نور بيا ټينګار كوي، چې په برېښنايي تذكره کې بايد مليت روښانه وي.