انځوريز خبرونه
د اداري اصلاحاتو كميسيون له څو وزارتونو سره كاري هوكړه ليك لاسليك كړ
په يو شمېر وزارتونو كې د اداري چارو د پېچلتيا د مخنيوي او د چارو د آسانتيا په موخه د اداري اصلاحاتو كميسيون له څو وزارتونو سره هوكړه ليك لاسليك كړ.
د عامې روغتيا، مخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ او كار او ټولنيزو چارو وزارت د سمون په دغه پروگرام كې شامل دي.
په دولتي ادارو كې د چارو پېچلتيا او د يوه معمولي كار د سرته رسولو لپاره اوږد پړاو وهل هغه ستونزه ده، چې اوس هم پخپل ځاى پاتې ده.
د ملكي خدمتونو د عالي ادارې رييس احمد مسعود توخي وايي:
هڅه كيږي، چې په دولتي ادارو كې د چارو د سمون او آسانيتا زمينه برابره شي.
د عامې روغيتا وزارت اداري مرستيال بصير سرور مني، چې په ادارو كې چارې ډېرې پېچلې دي.
د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ وزارت مرستيال وهاب الدين سادات وايي، چې:
د چارو د سمون او ساده كولو لپاره غښتلې ارادې ته اړتيا ده.
د اداري اصلاحاتو كميسيون وايي، چې په دولتي ادارو كې څلورشپېته داسې موارد دي، چې د چارو د پېچليتا لامل گرزيدلي او بايد اصلاح شي.