لوبی

د ارجنتاین فوتبال لوبډله د ۴۲ میلیون دالرو له ډالۍ برخمنه شوه

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۸, ۱۴۰۱)

د قطر ۲۰۲۲ فیفا نړیوال جام پایلوبه په سپورتي ډګر کې یوه له سترو او بډایو سیالیو څخه ده، چې سږنی ګټونکی ارجنتاین به له دې بریا ۴۲ میلیون دالر کور ته ولېږدوي.

دغه راز فرانسه هم د نایب اتلې په توګه تش لاس کور ته نه ځي او د ۳۰ میلیون دالرو برخمنه وپېژندل شوه.

فیفا د سږکال ګټونکي ته د پخوا پر پرتله ډېرې پیسې ډالۍ کړې؛ ځکه، چې دا نړیوال جام د اړوند سیالیو په سپورتي تاریخ کې ترټولو بډایه سیالۍ شمېرل کیږي.

فیفا د همدې نړیوال جام لپاره ۴۴۰ میلیون دالر د جایزې پیسې ځانګړې کړي او په تورنمنت کې یې د پرمختګ پر بنسټ پر لوبډلو ووېشلې.

امریکا ۱۶ پړاو ته د رسیدو لپاره ۱۳ میلیون دالر ګټلي. په داسې حال کې، چې انګلستان اتم پړاو ته له لار موندنې وروسته ۱۷ میلیون دالر وګټل.

ارجنتاین ۴۲ میلیون دالر د فیفا تر ټولو لویه جایزه وګټله؛ خو د ۲۰۱۸ کال اتلې فرانسې څلور کاله وړاندې ۳۸ میلیون دالر ترلاسه کړي وه.

په ټولیزه توګه د نړیوال جام د ګټونکي پیسې اوس د ۲۰ کلونو دمخه پر پرتله پېنځه چنده ډېرې شوې دي.

د نړیوال جام جایزې پیسې د فوتبال فدراسیون ته ورکول کیږي، چې د فندونو له وېش سره بیا دوی پورې اړه لري.

که د جایزې پیسې د ۲۰۲۲ ګټونکیو لخوا په ورته ډول ووېشل شي؛ هر لوبغاړی چمتو دی، چې ۴۸۴۰۰۰ دالر وګټي. په داسې حال کې، چې اوسمهال هره لوبډله درې اضافي لوبغاړي لري.

د یادونې ده، چې پر دغو ډالۍ شویو پیسو سربېره په نړیوال جام کې ټول لوبغاړي د هرې لوبې لپاره یو څه عاید ترلاسه کوي، چې دوی یې لوبوي او په تورنمنت کې برخه اخلي.

Trending

Exit mobile version