تازه خبرونه
د اردو سرتېريو خپل ۱۳تنه ملګري وژلي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ملي اردو دوه سرتېرو د طالبانو په همکاري سره کندوز کې خپل دیارلس د سنګر ملګري په ډزو سره وژلي دي.
د اته سوه اتم سپین زر قومندان وایي، د ملي اردو دغو دوو سرتېرو د پیرې پر مهال خپل د سنګر ملګري په خوب کې په ډزو وژلي او وروسته له طالبانو سره یو ځای شوي دي.
د اته سوه اتم سپین زر قومندان شیر عزیزکامه وال وایي، د ملي اردو دوو سرتېرو چې یو یې د تخار او بل د جوزجان اوسېدونکی و.
ښاغلی کامه وال دا په کندوز کې د خپل پوځي ماموریت پر مهال بې مخینې پېښه بولي او زياتوي، د پېښې د لا روښانتیا له پاره څېړنې پیل شوې دي.