سیمه ییز خبرونه

د ارسلا جمال د وژنې لپاره چاودېدونکي توکي په ديني كتابونو كې ځاى پر ځاى شوي وو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په داسې حال كې، چې د لوګر د والي ارسلا جمال د وژنې د پېښې په اړوند تحقيقاتي ډلو څېړنې پيل كړې دي، خو د ملي امنيت رياست څخه اريانا ټلويزيون ته په رالېږل شوي اعلاميه کې وېل شوي، چې د ملي امنيت لومړنۍ څېړنې ښيي، چې چاودېدونكي توكي په ديني كتابونو كې ځاى په ځاى شوي وو.

د كورنيو چارو وزارت هم د پېښې په اړوند د جدې پلټنو د پېل خبر وركړى دى.

د لوګر د والي ارسلاجمال له وژل کېدو وروسته ځايي چارواكو خبري رسنيو ته ويلي وو، چې چاودېدونكي توكي په هغه مايك كې اېښودل شوي وو، چې والي پكې خبرې كولې.

ولسمشر حامد كرزي، ملګرو ملتونو او په كابل كې د امريكا سفارت مسئولينو د لوګر د والي وژنه غندلې ده.

د لوګر والي ارسلا جمال د اختر په لومړۍ ورځ د اختر لمانځه له ادا كولو وروسته خلكو ته وېنا كوله، چې چاودنه پرې وشوه او ووژل شو.

له ده سره له لسو زيات كسان ټپيان شوي هم دي، چې د ځينو روغتيايي حالت نازك بلل شوى دى. تر اوسه كومې ډلې د ارسلا جمال د وژنې مسئوليت نه دى منلى.

Trending

Exit mobile version