سیمه ییز خبرونه

د ارواښادې صالحه بيات د مړينې په مناسبت د خواخوږۍ څرگندونه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان مشرانو جرگې په يوه پيغام كې د مشرانو جرگې د غړي انجنير احسان الله بيات د مور د مړينې په مناسبت د ډاډ گيرنې مراتب څرگند كړي دي.

په دې پيغام كې راغلي، چې:

د مشرانو جرگې رييس، دارالانشا او غړي، د دې جرگې د غړي انجينر احسان الله بيات د مور بي بي د مړينې په مناسبت د ډاډ گيرنې او خواخوږۍ  مراتب څرگندوي، ارواښادې ته له الله جل جلاله څخه د جنت او انجنير احسان الله بيات، كورنۍ، خپلوانو او نورو خواخوږو ته د دې لوى غم د زغم او صبر غوښتنه كوي( أنا الله و أنا اليه راجعون).

د افغان بيسيم مخابراتي شركت، د آريانا راديو تلويزيون نړيوالې شبكې او بيات بنياد د مشرتابه پلاوي او كاركوونكي د ارواښادې بي بي حاجي صالحه بيات مړينه دردوونكى غم بولي او له پاك الله څخه ارواښادې ته د لوړې درجې د ور په برخه كولو غوښتنه كوي او لوى مشر سناتور احسان الله بيات، كورنۍ، خپلوانو او خواخوږوته يې د زړه صبر غواړي.

( أنا الله و أنا اليه راجعون)

Trending

Exit mobile version