تازه خبرونه

د اروپايي ټولنې استازي په بروکسل کې د اماراتو له سفیر سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۱, ۱۴۰۲)

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي وايي، چې په بروکسل کې يې د عربي متحده اماراتو له سفير سره د افغانستان پر عمومي وضعيت خبرې کړې دي.

د توماس نیکولسون د X پاڼې د لیکلنې له مخې؛ هغه له محمد السهلاوي سره د ټولو لپاره د تعلیمي فرصتونو، اقتصادي فرصتونو او په حکومتولۍ کې د ټولو اړخونو د ونډې په اړه خبرې وکړې.

هغه زیاته کړې: زه د افغانستان د خلکو په ګټه د نورو همکاریو لپاره د فرصتونو لټون ته لیواله یم.

په بروکسل کې د عربي متحده اماراتو سفارت هم په اعلامیه کې راغلي، چې هېواد یې له اروپايي ټولنې سره د افغانستان د خلکو او د ښځو له حقونو څخه د ملاتړ لپاره د دوامداره او تخلیقي حل لارې لپاره ګډ کار کوي.

دغه راز په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي؛ په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د پراخو سرغړونو په اړه ډېرې اندېښنې شته، چې اسلامي امارت تل رد کړي او ادعا یې کړې، چې په افغانستان کې بشري حقونه خوندي دي.

ریچارد بینیت دا هم لیکلي، چې ترکیې ته یې په څلور ورځني سفر کې د افغان نرینه‌وو او ښځو له بېلابېلو ډلو سره، چې په ترکیه کې کډوال دي؛ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

ریچارد بینیت زیاته کړې، چې د ترکیې له حکومتي چارواکو او ملګرو ملتونو سره یې هم کتلي دي.

له دې وړاندې هم اروپايي ټولنې د اسلامي امارت پېنځه لوړپوړي چارواکي د خپلو بندیزونو په نوملړ کې شامل کړي وه او د اروپايي ټولنې د دغه اقدام په غبرګون کې اسلامي امارت ویلي، چې دا عمل د هیڅ لوري پر ګټه نه‌دی او په افغانستان کې د فشار او جبر سیاست هم پایله نه‌لري.

Trending

Exit mobile version