تازه خبرونه

د اروپايي ټولنې استازیو د نجونو ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه

Published

on

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازیو توماس نیکولسون او رافایل یودیچي د لومړي وزیر له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې د نجونو ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه.

نیکولسون په دې کتنه کې ویلي: افغان هلکان او نجونې تعلیم غواړي او مونږ د دواړو ملاتړ کوو؛ کاش، چې د زده‌کړو دروازې د هلکانو او نجونو پر مخ خلاصې شي.

د اروپايي ټولنې سفير همدارنګه د لومړي وزير له سياسي مرستيال وغوښتل، چې په بهر کې د مېشتو څانګوالو او کارپوه افغانانو مشورې واوري.

له بلې خوا د رییس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اروپايي ټولنې له استازیو غوښتي، چې اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني.

هغه زیاته کړې، چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې ټول معیارونه پوره کړي او نړۍ یې باید پر رسمیت وپېژني.

Trending

Exit mobile version