تازه خبرونه

د اروپايي ټولنې او مرکزي آسیا سرمشریزې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۳, ۱۴۰۲)

د منځنۍ آسيا هېوادونو مشرانو او د اروپايي ټولنې مشر د جمعې پر ورځ د قرغزستان په چوپان اتا ښار کې سره وکتل او د یو لړ مسایلو تر څنګ یې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړولو خبرې وکړې.

د چوپان اتا په دې غونډه کې د قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان مشرانو او د ترکمنستان یوه پلاوي ګډون درلود.

د دوی د ګډې اعلامیې له مخې؛ د افغانستان په اړه د غونډې ګډونوالو د مخ پر خرابېدونکي وضعیت په اړه پر ګډو اندېښنو خبرې وکړې او پخپلو ژمنو یې یو ځل بیا ټینګار څرګند کړ. په اعلامیه کې راغلي؛ دوی د یوه باامنه، سوله‌ییز، باثباته او سوکاله افغانستان په هیله دي.

دغه راز دې مشرانو په روانو سختو شرایطو کې د افغانستان له خلکو سره د نړیوالو قوانینو او نړیوالو منل شویو نورمونو او اصولو سره سم پر اصولي توګه د نړیوالې ټولنې مرستې او هڅې وستایلې.

ګډونوالو همداراز پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې ګړندۍ کړي او په اصولي ډول یې د افغانستان خلکو ته ورسوي.

دوی د یوه ټولګډونه او استازي حکومت د جوړولو پر اهمیت او د ټولو افغانانو په ځانګړي توګه د ښځو، نجونو او توکمیزو ډلو د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د ودې، پراختیا او درناوي پر اهمیت ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت چارواکو تل ټینګار کړی، چې حکومت ټولګډونه دی او له شریعت سره سم د ټولو خلکو بشري حقونو ته ژمن دی.

Trending

Exit mobile version