تازه خبرونه
د اروپايي ټولنې او منځنۍ آسیا ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې
د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان لپاره د منځنۍ آسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو شپږمه غونډه په دوشنبه کې ترسره شوه
د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د اروپايي ټولنې او منځنۍ آسیا هېوادونو ځانګړو استازو په افغانستان کې د سیاسي، اقتصادي بدلونونو، امنیتي ګواښونو او د بشري حقونو اندېښنو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان لپاره د منځنۍ آسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو شپږمه غونډه په دوشنبه کې ترسره شوه
د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: “ګډونوالو د ۲۰۲۴ کال د فبروري له وروستۍ غونډې راپدېخوا په افغانستان کې د ټولنیزو- اقتصادي او سیاسي پرمختګونو په اړه بحث وکړ او همدارنګه د منځنۍ آسیا هېوادونو او اروپایي ټولنې له افغانستان سره د مرستې لپاره د چلند په اړه بحث وشو. ګډونوالو د بشري حقونو پر وضعیت، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو په اړه او امنیتي ګواښونو هم راوڅرخېدل.”
د غونډې په څنډه کې د اروپايي او آسیایي ګډونوالو ترمنځ بېلابېلې ناستې هم ترسره شوې.
د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف په ازبکستان کې د سویس له سفیر سره وکتل.
په دې غونډه کې د اوبو د سرچینو د معقولې کارونې په اړه د همکارۍ او د افغانستان د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د ګډو هڅو په اړه بحث وشو.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ويلي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات تامین شوی. دا، چې افغانستان یو جنګ ځپلی هېواد دی؛ نو په سیمه کې د دایمي ثبات لپاره د پراختیا په برخه کې د سیمې د هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.
د منځنۍ آسیا هېوادونو پخوا له افغانستان څخه د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. په ځانګړي توګه تاجکستان د ګډ امنیتي تړون ټولنې له غړو هېوادونو غوښتنه کړې، چې له افغانستان سره د پولې امنیت پیاوړی کړي.
