سیمه ییز خبرونه
د اروپايي ټولنې نوي استازي د راروانو ټاكنو پر رڼښت ټينگار وكړ
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانگړي استازي ميشل ميليبن د جمعې په ورځ(د لړم۱۷) خپل باور ليك ولسمشر حامد كرزي ته وسپاره.
د اروپايي ټولنې دغه نوي ځانگړي استازي ويلي، د خپل ماموريت په ترڅ كې به همكاري وكړي، چې د افغانستان او اروپايي ټولنې تر منځ همكاري زياته شي.
هغه همدا راز وويل، د راتلونكي كال ټاكنې به يو تاريخي فرصت وي؛ ځكه د سياسي واك د ليږد لومړنى ديموكراتيك ليږد نندارې ته ږدي او د ديموكراسۍ د بهير له دوام سره به مرسته وكړي.
ښاغلي ميليبن له افغان دولت، د ټاكنو له كانديدانو، سياست والو، ديني مشرانو او د مدني ټولنو له استازيو وغوښتل، چې د رڼو او سراسري ټاكنو لپاره هڅې وكړي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانگړى استازى فرانز ميشل ميليبن وايي:
ټاكنې په افغانستان كې د ثبات د ټينگښت او اوږدمهال امنيت لپاره عالي فرصت دى، اروپايي ټولنه به له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام وركړي او هڅه به شي، چې د بشر د حقونو د پراختيا په ځانگړې توگه د ښځو د حقونو لپاره كار وشي.
بل خوا نوموړي په وروستيو څه باندې لس كلونو كې د تر لاسه شويو برياوو پر ساتنه ټينگار كړى او ويلي يي دي، چې:
د فساد خطرونه به دا لاسته راوړنې له گواښ سره مخ كړي.
بل خوا د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو د بنسټ وياند فهيم نعيمي له شته ننگونو اندېښنه ښيي او وايي، چې:
حكومت بايد په ټاكنو كې بې پرې عمل وكړي.
دغه بنسټ له نړيوالې ټولنې او افغان دولت څخه غواړي، چې د ټاكنو د رڼښت لپاره بايد نړيوال څارونكي زيات شي.
ټاكل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاكنې د ۱۳۹۳ل كال د وري په ۱۶ تر سره شي، چې د افغانستان د برخليك لپاره ډېرې مهمې بلل شوې دي.