سیمه ییز خبرونه
د اروپايي ټولنې ۱۶ كسيز پلاوى د ټاكنو د څارنې كار پيل كړ
د اروپايي ټولنې ۱۶ كسيز پلاوى، چې د افغانستان د راتلونكيو ټاكنو د څارنې رول لري، د پنجشنبې په ورځ(د كب۲۹) يې خپل كار پيل كړ.
په افغانستان كې د اروپايي ټولنې سفير وايي، بريالۍ ټاكنې به افغانستان د برياوو لوري ته بوځي.
دى هيله من دى، چې كانديدان، افغان دولت او نړيواله ټولنه به په بريالۍ توگه د ټاكنو د تر سره كولو لپاره هڅې وكړي.
په افغانستان كې د اورپايي ټولنې سفير فرنزميخايل ميلبن له ټولو افغانانو وغوښتل، چې په پراخه توگه ټاكنو كې برخه واخلي؛ ځكه هره رايه افغانستان د سولې خوا ته بيايي.
د اروپايي ټولنې د پلاوي مشر تايز برمن وايي، چې ۲۰۱۴م كال افغانستان ته مهم دى؛ ځكه له يوې خوا نړيوال ځواكونه له افغانستان وځي او بل لور ته قدرت ليږدول كيږي.
د هغه په وينا، د دې پروسې په وړاندې ستره ستونزه ناامني ده؛ خو په ليرې پرتو سيمو كې به د رايي وركولو مركزونه وارزوي.
مخكې له دې د ټاكنو خپلواك كميسيون له اروپايي ټولنې او د سويلي آسيا د سيمه ييزو همكاريو له سازمان غوښتي ول، چې افغانستان ته خپل څارونكي راوليږي.
د ټاكنيزو قوانينو ارزونه، د مبارزو پروسه، د رايي وركولو چاپېريال او د ټاكنو د پايلو ارزونه د دې پلاوي كاري لومړيتوبونه دي.