نړۍ

د اروپایي شورا مشر د اوکراین پلازمېنې کیف ته ولاړ

Published

on

نن (چارشنبه، د وري ۳۱ ) د اروپايي شورا مشر چارلس میشل له اوکراین څخه د روسیې پر وړاندې د لویدیځو مشرانو د ملاتړ ښکارکولو په بهیر کې د دغه هېواد پلازمېنې کییف ته ولاړ.

لویدیځو رسنیو د اوکراین پلازمېنې کیف ته د اروپايي شورا د مشر چارلس میشل د سفر په اړه راپورونه خپاره کړياو خپله چارلس میشل هم په خپل ټویټ کې دا خبر تائید کړی دی.

چارلس میشل په ټویټر پاڼه کې یو انځور هم خپور کړی او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ته یې په خطاب کې څرګنده کړې: نن په کیف کې. د یوې آزادې او ډیموکراټیکې اروپا په زړه کې.

د اروپايي شورا د لوړ پوړیو چارواکو سفر په داسې حال کې تر سره شوی، چې د اروپايي کمیسیون مشرې اروسولا وان ډیر لاین او د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل په دې وروستیو کې کیف ته تلي وه.

دغه راز د بريټانيا لومړي وزير بوريس جانسن سفر هم کيف ته د لویدیځ د ملاتړ څرګندونه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې روسیې نه یوازې یو ځل بیا په ماریوپل بندي ښار کې د اوکرایني سرتېرو تسلیمېدل غوښتي، بلکې څو ورځې مخکې یې خپل هېواد ته د بوریس جانسن په ګډون پر یو لړ اروپایي او امریکایي مشرانو بندیز هم لګولی دی.

Trending

Exit mobile version