تازه خبرونه

د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي د کورنیو چارو وزارت له مرستیال سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۸, ۱۴۰۲)

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نیکولسون کابل ته د خپل سفر پر مهال د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالحق اخوند سره ولیدل.

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال له توماس نیکولسن سره په لیدنه کې ویلي، چې د راتلونکو نسلونو د خوندیتوب لپاره باید نه یوازې په افغانستان کې، بلکې په ټوله نړۍ کې د نشه‌یي توکو د کښت، قاچاق او پلور مخه ونیول شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ټوماس نیکولسون د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې اروپايي ټولنه به له افغانستان سره د نشه‌يي توکو پر ضد په مبارزه کې همکاري وکړي.

عبدالحق اخوندویلي؛ مونږ او تاسې به د همغږۍ له مخې نه یوازې په افغانستان کې، بلکې په ټوله نړۍ کې د نوي نسل د غوړېدنې په خاطر د نشهيي توکو د کښت، قاچاق، پېر او پلور مخه ونیسو. زه له تاسې څخه غوښتنه کوم، چې نه یوازې د روږدو کسانو په درملنه کې مرسته وکړئ، بلکې له کروندګرو څخه هم ملاتړ د افغانستان یوه اړتیا ده.

دغه راز د اروپايي ټولنې دغه چارواکي د اقتصاد وزارت له سرپرست سره هم په لیدنه کې د اقتصادي همکاریو پر ښه‌والي، د بشري مرستو دوام، د کاري فرصتونو رامنځته کولو، د پراختیايي پروژو پلي کېدا هم خبرې کړې دي.

همدارنګه د لوړو زدهکړو وزارت چارسمبالي په کابل کې د جاپان له سفیر سره په کتنه کې له دغه هېواده وغوښتل، چې د افغانستان د تحصیلي نظام په پیاوړتیا کې همکاري وکړي.

په کابل کې د جاپان سفیر ویلي، هېواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی او غواړي بنسټیزې پروژې پلي کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي  سینرلي اوغلو سره په کتنه کې داسې ټینګار کړی؛ د دوحې په غونډه کې باید د افغانستان د بیارغونې، بشري مرستو او د بانکي بندیزونو د لرې کولو په اړه دې ډاډمن ګامونه پورته شي.

Trending

Exit mobile version