تازه خبرونه

د اروپا اتلولۍ لیګ سیالۍ د اګست له میاشتې بیا پیلیږي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳۰, ۱۳۹۹)

د اروپا اتلولۍ لیګ سیالۍ به له پېنځه میاشتني ځنډ وروسته، چې د کروناویروس له نړیوال بحرانه رامنځته شوی؛ په اګست کې بیا پیل شي.

د دغو سیالیو بهیر به د پرتګال د لیسبون ښار په ۱۲ ورځني  میني ټورنمنټ یا سیالیو کې ترسره شي.

د اروپا اتلولۍ لیګ اجرائیوي کمیټې څرګنده کړې، چې اته لوبډلې به د لیسبون په دوه لوبغالیو کې د واحد تخفیف راونډ سیالیو په کوارټر فاینل کې له یو بل سره مخ شي.

د سیالۍ پای به د اګست پر ۱۳ د بینفیکا په کورني لوبغالي کې ترسره شي.

په هرصورت د ۱/۱۶ وروستي پړاو ته د ورستنیدو د لوبو وخت او ځای تراوسه ندی اعلان شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې د انګلیستان غوره لیګ، د هسپانوي لا لیګا، د ایټاليا سري آی او د جرمني بونډسلیګا په ګډون نور معتبره اروپايي لیګونه روان دي.

Trending

Exit mobile version