سیمه ییز خبرونه
د اروپا د بشري مرستو كميسيون د طبيعي پېښو د اغېز كمولو لپاره مرسته كوي
د اروپا د بشري مرستو كميسيون له افغانستان سره د طبيعي پېښو د اغېزو كمولو په برخه كې دېرش ميليون يورو مرسته كوي.
د چارواكو په وينا:
دا پيسې به د طبيعي پېښو له زيانمنو سره د مرستو په چارو كې هم ولگول شي.
د ساړه موسم په رارسيدو اوس هم له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس محمد دايم كاكړ وايي، چې:
د راتلونكي ژمي لپاره د مرستې په موخه بشپړ مالي امكانات او خوراكي توكي نه لرو.
افغانستان په هغو هېوادونو كې راځي، چې د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې په برخه كې د امكاناتو د نشتوالي له كبله يې خلك له ستونزو سره مخ او ډېر كله؛ خو قرباني وركوي.
د كليو پراخيتا وزارت مرستيال طارق عصمتي وايي:
دغه اداره په ژمي كې د واورې، لارو بندوالي او په اوړي كې د سيلابونو او نورو طبيعي پېښو په برخه كې له راز راز ستونزو سره مخ وي.
د افغانستان لپاره د اروپا د بشري مرستو كميسون مرستيال يوسف هماش وايي:
افغانستان، چې د طبيعي پېښو پر مهال له خطر سره مخ هېواد دى؛ موږ ورته ډېرش ميليون يورو ځانگړې كړي دي. دغه مرستې به په كليو كې د ظرفيتونو لوړولو او ټينگښت ته په پاملرنه ولگول شي، چې د طبيعي پېښو ستونزي پرې را كمې شي.
په همدې وخت كې د اروپا د بشري مرستو كميسيون پر مالي مرسته د فوكس د بشري مرستو نړيوال دفتر له خوا په كابل كې د پېښو په وړاندې د چمتووالي په نامه روزنيز وركشاپ جوړشو. په دې وركشاپ كې يو لړ كورنيو او نړيوالو ادارو برخه اخيستې وه، چې د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې په برخه كې كار كوي.
د وركشاپ جوړوونكي وايي:
پر هغو لارو چارو خبرې كوو، چې څنگه كولى شو له پېښو سره د مبارزي پروگرامونه د دولت په پراختيايي پروگرام كې شامل او له دي لارې د زيان كچه راټيټه شي.