تازه خبرونه
د اروپا پارلمان په افغانستان کې د چټک اوربند غوښتنه وکړه
د اروپا پارلمان په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړه کچه غندلې او له ښکېلو لوریو یې غوښتي، چې سمدستي دې جګړه ودروي.
د اروپا پارلمان څرګنده کړې، چې: مونږ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو له پیل هرکلی کوو. په افغانستان کې د ثبات، امنیت او سولې د ټینګښت لپاره اوربند شرط دی.
د دغه پارلمان په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې په افغانستان کې خبرې د سولې بهیر بنسټ جوړوي. د اروپا پارلمان د افغانانو د سولې په خبرو کې پر ملي واک او مشرۍ ټینګار څرګند کړی دی.
د اروپايي پارلمان غړیو دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو، ځوانانو او لږکیو په ګډون ټولې سیاسي ډلې او مدني ټولنې باید په خبرو او ټولو پړاوونو کې برخه واخلي.
په اعلامیه کې راغلي: د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او ماشومانو د حقونو ساتنې او درناوي لپاره اړینه ده، چې په افغانستان کې ټول د خبرو اترو پر مهال او په راتلونکي حکومت کې ونډه ولري.
د اروپا پارلمان هم په دې حساس وخت کې ویلي، چې په افغانستان کې داخلي ثبات خورا مهم دی.
دغه بنسټ زیاته کړې؛ له همدې کبله مونږ په وروستیو اوونیو کې د تاوتریخوالي زیاتوالی غندو او په افغانستان کې له ټولو ښکېلو اړخونو څخه غواړو، چې سمدستي او دایمي اوربند رامنځته کړي. د وروستیو تروریستي پېښو او روان تاوتریخوالي مسوولین باید ځواب ورکوونکي وي.
ویل کیږي، چې د اروپا پارلمان د ولسواکۍ، بشري حقونو او د قانون حاکمیت ارزښتونو ساتلو او د خلکو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو لاسته راوړنو له ساتلو سره د سولې بهیر آسانتیا او ملاتړ ته چمتو دی.