تازه خبرونه
د اروپا پارلمان په افغانستان کې پر ډېرېدونکي تاوتریخوالي اندېښنه په ډاګه کړه
اروپایي ټولنې مشر په افغانستان کې پر ژورنالیستانو، بشري مخکښانو، مدني هڅاندو موخه ییز بریدونه او مخ پر ډېرېدونکی تاوتریخوالی غندلی او هغه یې په کلکه رد کړي دي.
د اروپا پارلمان په افغانستان کې د جګړې د درولو غوښتنه کړې او له ښکېلو غاړیو څخه یې وغوښتل، چې د دې هېواد د اساسي حقونو او راتلونکي خوندي کولو لپاره سوله وکړي.
درې ورځې مخکې په ننګرهار ولایت کې د یوه خصوصي تلویزیون درې کارمندانې کور ته پر لاره وژل شوې دي.
له افغانستان سره د اړیکو بورډ مشر پټراس آسټرویوسیوس ویلي؛ په دې وروستیو میاشتو کې مونږ د دښمنۍ زیاتوالی لیدلی دی. دا د اندېښنې وړ ده، چې دا تاوتریخوالي په موخه ییزه توګه هغه کسان پر نښه کوي، چې په یوه آزاده ټولنه کې کار کوي؛ د بیان او رسنیو د آزادي لپاره هڅې کوي. ښځې په ځانګړې توګه د دغو بریدونو موخه ګرزي.
د اروپا پارلمان له افغان حکومت غوښتي، چې د دې وژنو رڼه او هر اړخیزه څیړن دې وکړي او عاملین یې باید ونیول شي.
د اړیکو بورډ مشر پټراس آسټرویوسیوس زیاته کړې: د اروپا پارلمان پر ټولو خواوو غږ کړی، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او ژر تر ژره تلپاتې اوربند اعلان کړي.
هغه وایي، چې مونږ پر ټولو خواوو غږ کوو، چې د سولې خبرې روانې وساتي.
اروپایي پارلمان ټینګار کړی؛ د سولې پایله، چې هرڅه وي باید راتلونکی اساسي قانون، د افغانانو سیاسي حقوق، اقتصادي او ټولنیزې لاسته راوړنې باید خوندي او ډاډمنې کړي.
د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو دوه یم پړاو د تېر کال د سپټمبر پر ۱۲ په دوحه کې هوکړې ته د رسیدو پر موخه پیل شوي.
اروپایي ټولنې ویلي، چې د خپلمنځي خبرو له پیل راپدیخوا په هېواد کې د مدني ټولنې وضعیت د لږ تر لږه ۱۴ خبریالانو او د بشري حقونو د ژغورونکیو موخه ییزو وژنو له پخوا ډېر خراب کړی دی.