بلخ @ps
د ارګ و جمعیت د پېنځم پړاوو خبرې هم بې پایلې پای ته رسیدلي
د ارګ و جمعیت د پېنځم پړاو خبرې هم بې پایلې تر سره شوې دي.
جمعیت له ارګه د نورو غوښتنو ترڅنګ غوښتي وه، چې اساسي قانون او د ټاکنو قانون دې تعدیل شي، د ټاکنو کمیسیون غړي دې بیا غوره شي، د عطامحمد نور دنده دې د اوسني حکومت تر پایه وغزول شي، چې ارګ یې د ټولو له منلو ډډه کړې ده.
عطامحمد نور د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي ته په تمه دی، چې ټاکل شوې سبا ( د مرغومي ۲۴) کابل ته راورسیږي.
ښاغلی نور له دغه پلاوي غواړي، چې د ارګ او سپیدار له ماڼیو د افغانستان سیاسي وضعیت ته ونه ګوري.
یو شمېر سرچینو آریانا نیوز ته په ډاګه کړې وه، چې کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک بیا بلخ ته تلی، چې د ارګ وروستۍ خبره هم نور ته ورسوي؛ خو ویل کیږي، چې د نوموړي سفر دې ولایت ته د ناڅرګند لامل له مخې ځنډول شوی دی.
دا، چې د ارګ وروستۍ خبره څه ده په اړه یې څه نه دي ویل شوي.
د بلخ لیرې کړ شوي والي نن د خپلو پلویانو ته دا هم په ډاګه کړه، چې که حکومت د جمعیت غوښتنې ونه منلې؛ له بغاوت پرته به بل غوراوی ونلري.