تازه خبرونه

د ارګ او عطا محمد نور ناندرې د حل کیدو په حال کې دي- عبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رييس وايي، د ارګ او عطا محمد نور ځ ناندرې د حل کیدو په حال کې دي.

اجرائیه رييس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې د دوشنبې پر ورځ(د کب ۲۱) په ډاګه کړه، چې د ارګ او عطا محمد نور تر منځ پیل شوې شخړه پای ته رسیدونکې ده او په نوي کال کې به پای ته ورسیږي.

دغه راز ښاغلی عبدالله په عادلانه او پایداره سوله ټينګار کوي؛ خو وسلوالو طالبانو د ملي وحدت حکومت د سولې وړاندیز ته غبرګون نه دی ښودلی.

هغه ویلي، چې تر اوسه وسلوالو طالبانو د دوی د سولې طرحې ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تمه ښيي، چې په راتلونکي کال کې به افغانان د سولې په اړه د یوالي شاهدان وي.

د ژمي له پای ته رسیدو سره سم د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی، چې د وزیرانو شورا په غونډه کې پرې عبدالله عبدالله خپله اندېښنه هم څرګنده کړه او وایي، چې په فراه، تخار، فاریاب او د دایکندي په ځینو سیمو کې مو د امنیتي ځواکونو تلفات لرل.

که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې له عطا محمد نور سره هوکړې او توافق ته نږدې شوي؛ خو په دې اړه عطامحمد نور او یا هغه ته نږدې کسانو له څه ویلو ډډه کړې ده.

خبریاله :دیانا صمدي

Trending

Exit mobile version