تازه خبرونه

د ارګ په اړه د ( شیدا محمد ابدالي) ناویلې څرګندونې!

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په هند کې د افغانستان پخوانی افغان سفیر له آریانا نیوز سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې ولسمشرۍ ماڼۍ ترې په کاري موده کې د سفارتي کارونو راپورونه غوښتي دي.

په داسې حال کې، چې د ده په خبره د راپور ورکولو مرجع د بهرنیو چارو وزارت دی او دغه ناقانونه غوښتنې یې په ټول کاري پېر کې ندي منلي.

په هند کې د افغانستان پخوانی سفیر شیدا ابدالي وایي، په ځلونو د ارګ لخوا ور څخه د قانون خلاف غوښتنې شوي؛ خو په وینا یې دغه غوښتنې یې نه دي عملي کړي.

نوموړي دا هم ویلي، چې په حکومت کې له پراخ فساد څخه ملي یووالی زیان ویني او عامل یې د ملي وحدت حکومت دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ د ابدالي د څرګندونو په  تړاو تر دې دمه څه ندي ویلي؛ خو مخکې له دې ځینو ګوندونو حکومت د قانون په عملي کیدو او له فساد سره په مبارزه کې په کمزورتیا تورن کړی و.

ښاغلي ابدالي څه وخت مخکې له خپلې دندې ګوښه شوی او ځان یې ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند اعلام کړی دی.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version