تازه خبرونه
د ازبکستان او بریټانیا استازو د افغانستان په اړه د دوحې پر ناسته خبرې وکړې
د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشف او د افغانستان او پاکستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي انډریو مککوبري د دوشنبې پر ورځ پرلیکه یا انلاین بڼه سره وکتل او د افغانستان په اړه یې د دوحې پر راتلونکې غونډې خبرې وکړې.
د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې یادونه وشوه، چې د دوحې غونډه به د افغانستان د وضعیت د ثبات لپاره د اغېزمنې حل لارې موندلو ته د نړیوالې ټولنې د هڅو په همغږۍ او د افغانستان خلکو ته د بشري مرستې برابروي کې مهم رول ولوبوي.
دواړو لورو د افغانستان په اړه د ازبکستان او بریټانیا ترمنځ د همکاریو پر اوسني وضعیت هم خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د منظمو خبرو پر دوام ټینګار وکړ.
د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹مه د ملګرو ملتونو لهخوا په دوحه کې د افغانستان لپاره د لویدیځو هېوادونو د ځانګړيو استازو غونډه جوړېږي، چې اسلامي امارت هم ورته رابلل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په کابل کې د سیمهییزې همکارۍ د نوښت غونډه د ۱۲ سیمهييزو هېوادونو د استازیو او سفیرانو په ګډون ترسره شوې ده.