تازه خبرونه

د ازبکستان او پاکستان ځانګړيو استازو د افغانستان په اړه ولیدل

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۴, ۱۴۰۲)

د ازبکستان او پاکستان ځانګړيو استازو د افغانستان پر روانو حالاتو بحث او خبرې وکړې.

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې عصمت‌الله ارګاشوف له اصف‌علي دراني سره د ترمز- مزار شریف- کابل- پېښور د اوسپنې‌پټلۍ د پروژې د پلې کېدا په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د روان وضعیت او له افغانستان سره د همکاریو د پراخولو لپاره د نړیوالې ټولنې او د خپلو هېوادونو د هڅو په اړه اندونه وړاندې کړل.

دواړو لوریو په افغانستان کې د بشري ناورین د حل لپاره د ګډو کړنو او همدارنګه په افغانستان کې د سوله‌ییز پرمختګ د هڅولو په برخه کې خپلمنځي لیوالتیا څرګنده کړه.

Trending

Exit mobile version