تازه خبرونه

د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت له سفیر سره وکتل

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې پرون (چارشنبه د تلې اتلسمه) ترسره شوې، په کې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو او نویو پروژو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار رامنځته شوی دی.

Published

on

د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت له نوي سفیر عبدالغفار بحر سره وکتل او پر دوه اړخیزو، سیمه‌ییزو او نړۍوالو همکاریو وغږېدل.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې پرون (چارشنبه د تلې اتلسمه) ترسره شوې، په کې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو او نویو پروژو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار رامنځته شوی دی.

په یاده خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامی امارت سفیر د افغانستان پر استازیتوب د ازبکستان له روانو مرستو مننه کړې ده.

ياده دې وي، چې عبدالغفار بحر شاوخوا درې اوونۍ مخکې په تاشکند کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفير په توګه دنده پيل کړې ده.

Trending

Exit mobile version