تازه خبرونه

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال کابل ته راغلی

Published

on

د یکشنبې پر ورځ د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجه‌یوف پر مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی دی.

په دغه ۴۵ کسیز پلاوي کې د کانونو، ترانسپورت، سوداګرۍ وزیران، سوداګر او د خپلواکو ادارو استازي برخه لري.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه سفر موخه د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراختیا، ترانزیتي ستونزو ته د حل لارې موندل او په کابل کې د یوه نندارتون پرانیستل دي.

Trending

Exit mobile version