سوداگري
د ازبکستان وارداتي برښنا بېرته عادي حالت ته راوګرزېده
د افغانستان برښنا شرکت په ډاګه کړې، چې د ازبکستان د تېلي مرجان د برښنا فابریکې تخنیکي ستونزه اواره شوې او افغانستان ته د دغه هېواد د برښنا واردات بېرته عادي حالت ته راګرزېدلي دي.
دوه ورځې مخکې ازبکستان د تخنیکي ستونزې له کبله افغانستان ته د خپلې برښنا صادرات ۶۰ سلنه کم کړي وه.
یاد شرکت د پنجشنبې پر ورځ (د مرغومي ۲۳) په ډاګه کړه؛ د ازبکستان د وارداتي برښنا شاوخوا ۶۰ سلنه برخه، چې د مرجان د اورګاډي په سټیشن کې د تخنیکي ستونزو له کبله پرې شوې وه؛ بېرته عادي حالت ته راوګرزېده.
برښنا شرکت زیاته کړې؛ له نېکه مرغه، نن سهار شاوخوا نهه بجې د ازبکستان د برښنا واردات بېرته عادي حالت ته راوګرزېدل.
برښنا شرکت په ډاګه کړې؛ د افغانستان مشرتابه د برښنا شرکت له خپلو پیرودونکیو څخه مننه کوي، چې په تېرو څو ورځو کې یې له پرچاویو سره سره خپل زغم ښکاره صبر کړی دی.
د برښنا شرکت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د لنډمهالې پرچاوۍ لامل د مشتریانو اضافي لګښت دی.
دغه شرکت پرون ویلي وه، چې ازبکستان له افغانستان سره له همغږۍ پرته د وارداتي برښنا۶۰ سلنه کمه کړې ده.
د یادونې ده، چې د ازبکستان شاوخوا ۶۰ سلنې وارداتي برښنا د ۱۶ ولایتونو له برېښنا کمه کړې وه.