تازه خبرونه
د ازبکستان وارداتي برښنا ۴۵۰ میګاواټه ته لوړیږي
برښنا شرکت څرګنده کړې؛ له ازبکستان څخه د وارداتي برښنا لیږد پر عادي کولو کار روان دی او له دغه هېواده به د برښنا واردات ۴۵۰ میګاواټو ته ورسیږي.
د افغانستان برښنا شرکت د شنبې پر ورځ په ډاګه کړې وه، چې د ازبکستان د برښنا واردات ۱۵۰ میګا واټه او د تاجکستان هغه ۶۰ میګا واټو ته راټیټ شوي دي.
هر ژمی د کابل د برښنا رسونه له ستونزو سره مخ کیږي او د کابل په ګډون د ۱۲ ولایتونو اوسیدونکي حکومت د ستونزو په سمولو کې پاتې بولي.
د شنبې پر ورځ ولسمشر غني د یوه ترکمن پلاوي سره د سیمه ییزې اقتصادي پروژې د بشپړیدو مسله راپورته کړه.
هغه ویلي؛ دا یو مهم لومړیتوب دی او افغانستان لیواله دی، چې له ترکمنستان څخه ډېره نوره برښنا وارد کړي.
