نړۍ
د ازبکستان په پلازمېنه کې چاودنې ۱۶۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د ازبکستان چارواکو ویلي؛ د پنجشنبې پر ورځ د تاشکند هوايي ډګر ته څېرمه په یوه ګودام کې د یوې زورورې چاودنې له کبله یو کس وژل شوی او ۱۶۲ نور ټپیان دي.
رویترز راپور ورکړی، چې د سهارنۍ چاودنې څپو د نږدې اپارتمان د بلاکونو لسګونه کړکۍ ماتې کړې دي.
د ازبکستان د روغتیا وزارت څرګندونو له مخې؛ د ځینو ټپیانو درملنه روانه ده.
د روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ یو تنکی هلک له هغې وروسته مړ شو، چې د کړکۍ چوکاټ پرې ولګېد. دغه راز ۲۴ کسان په روغتون کې بستر شوي وه؛ خو، د دوی روغتیایي حالت ګواښوونکی نهدی. دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۳۸ ټپیانو درملنه روانه ده.
د ټولنیزو رسنیو ویدیوګانې او انځورونه ښیې، چې د اور لمبې او لوګي آسمان نیولی دی.
د چاودنې لامل روښانه نهدی؛ خو یو راپور له رعداو برقه خبر ورکوي.
د ازبکستان د بېړنیو حالاتو وزارت کارمندانو د ګړنديو هڅو په پایله کې اور مخ پر مهارېدو دی.
د تاشکند د نړیوال هوايي ډګر الوتنې عادي حالت لري؛ او الوتکې کښته او پورته کیږي.
په ټولنیزو رسنیو کې د دولتي څرګندونو له مخې راغلي، چې د اور وژنې ۱۶ دلې د ژغورنې لپاره لیږل شوې دي.