تازه خبرونه
د ازبکستان ۳۰ کسیز سوداګریز پلاوی کابل ته راورسېد
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې، چې نن (شنبه د وږي ۴ ) د ازبکستان یو۳۰ کسیز سوداګریز پلاوی کابل ته راورسېد.
د دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي؛ د ازبکستان د سوداګرۍ وزارت لومړی مرستیال ناظم جان خلمیرادوف د دغه پلاوي مشري کوي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرت جمال د کابل په هوايي ډګر کې ياد پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال وويل، چې د دغه پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پياوړتيا لپاره ارزښتناک دى.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، ازبکستان د برښنا، تکنالوژۍ او خوراکي توکو په برخو کې د همکارۍ لیوالتیا ښودلې او پر دغو مسایلو به د ازبکستان له پلاوي سره په دې دوه ورځني سفر کې خبرې وشي.
ویل کیږي، چې د دواړو هېوادنو حکومتي او خصوصي سکتورونو سوداګریز استازي یو لړ خپلمنځي ناستې ترسره کړي او د سوداګریزو اړیکو څرنګوالی او پرمختګونه وارزوي.