تازه خبرونه

د اساسي قانون د لویی جرگې د جوړیدو لپاره شرایط ستونزمن دي- ریچارد اولسن

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په داسې حال کې، چې د ملي وحدت حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافونو د حل کولو او په اساسي قانون کې د حکومت د جوړښت په اړه د لویی جرگې د جوړیدو لپاره د افغانستان دننه بحثونه روان دي؛ د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانگړي استازي ریچارد اولسن تېره ورځ د سنا مجلس په یوه استماعیه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل: په ټاکلي وخت کې د پارلماني ټاکنو د نه تر سره کیدو په گډون د یو لړ دلیلونو په وجه د اساسي قانون د لویی جرگې د جوړیدو لپاره شرایط مشکل دي.

ښاغلی اولسن، چې ټاکل شوې تر درې راتلونکیو میاشتو له خپلې دندې گوښه شي؛ لومړنی امریکایي چارواکی دی، چې د افغانستان د لویی جرگې د جوړیدو په اړه نظر څرگندوي.

د تېر ولسمشر حامد کرزي په گډون یو شمېر افغان سیاسي شخصیتونو هغې سیاسي هوکړې ته په نغوته، چې د ملي وحدت د حکومت بنسټ یې ایښی دی؛ د لویی جرگې د جوړیدو غوښتنه کوي.

Trending

Exit mobile version