تازه خبرونه
د اساسي قانون له تعدیل سره به د واک عادلانه وېش ته زمینه برابره شي- عبدالله عبدالله
په دی ورستیو کې د اروپایی اتحادی او د خلکو د استازیو ترمنځ د اساسی قانو ن د تعدیل په اړه تاوده بحثونه روان دی.
د ملی وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله د اوسنیو قضیو د حل لپاره د اساسي قانون تعدیل مهم بولي.
هغه وایي، د اساسي قانون له تعدیل سره به په عادلانه توګه د واک ویش ته زمینه برابره او ډېر خلک به په قدرت کې برخه واخلي.
ښاغلی عبدالله زیاتوي، دا پرېکړه باید د افغانستان د خلکو استازي وکړي.
د ملی وحدت حکومت دوه نیم کاله مخکی د یو تړون له مخی رامنځته شو، چی یو مهم او اساسی بند یی د اساسی قانون تعدیل و.
د ملی وحدت حکومت، چي د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر به منځګړتوب رامنځته شو؛ په پام کی وه، چي ریاستی نظام پر صدارتی نظام بدل کړي.
له دي مخکی د اروپایی اتحادي سفیر د قدرت پر تمرکز نیوکه کړی او ویلی یې دي، چي دا اتحادیه د متمرکز نظام ملاتړ نه کوي.
اوس هم باید د اساسی قانون له مخي ښاروالان باید انتخابی وي؛ خو دا قانون نه عملی کیږي او له بلې خوا د محلی حکومتونو صلاحیتونه په ولایتونو کي محدود دي.
خبریاله : فرحناز فروتن