سیمه ییز خبرونه
د اساسي قانون له مخې د حامد كرزي كاري دوره پاى ته رسيدلې
د اساسي قانون له مخې، د ښاغلي كرزي كاري دوره پاى ته رسېدلې ده، خو يو شمېر حقوق پوهان وايي، ښاغلى كرزى كولى شي، چې د نوي ولسمشر تر ټاكلو خپل كار ته دوام وركړي.
د غبرگولي لومړۍ نېټه د هېواد په اساسي قانون كې د ولسمشر د كار د پاى ورځ ټاكل شوې او د اساسي قانون له مخې، د ولسمشر حامد كرزي دنده په رسمي توگه پاى ته رسيدلې ده.
د اساسي قانون ۶۱ماده څرگندوي، چې:
د ولسمشر دنده د پېنځم كال د غبرگولي په لومړۍ نېټه له ټاكنو وروسته پاى ته رسيږي.
حقوق پوه نصرالله ستانکزی د دې مادې په استناد ټينگار كوي، چې ټاكنې پاى ته نه دي رسيدلي او هيڅوك د ولسمشر په توگه نه دى ټاكل شوى، نو، ځكه ولسمشر حامد كرزى كولى شي خپل كار ته دوام وركړي.
د نوموړي په وينا، ولسمشر د خپل پخواني واك له مخې كولى شي خپل كار ته دوام وركړي.
د داكتر عبدالله عبدالله د ټاكنيز تيم غړى سید فاضل سانچارکى وايي، كه څه هم ولسمشر حامد كرزى اړ دى، چې خپل كار ته دوام وركړي، خو د مشروعيت تشه را منځته شوې ده.
د داكتر اشرف غني احمدزي د ټاكنيز تيم غړى محمد صدیق پتمن بيا بل نظر لري او وايي:
د ټاكنو تر پايه او د نوي ولسمشر تر رامنځته كيدو پورې ولسمشر كرزى د هېواد ولسمشر دى او كاري صلاحيت هم لري.
دوه يم پړاو ټاكنو ته ټاكنيز كمپاينونه د غبرگولي له لومړۍ پيل شول، چې د دې مياشتې تر شلمې به دوام كوي، خو د ټاكنو پايله به د چنگاښ په ۳۱ اعلام شي.