سیمه ییز خبرونه
د استاد رباني د ترور پېښه دې نړيوال كميسيون وڅېړي- مشرانو جرگه
د افغانستان مشرانو جرگه وايي:
د دې پېښې د څېړنې لپاره بايد د ملگرو ملتونو، ناټو، افغان حكومت او ملي شورا يو گډ كميسيون وگومارل شي. په دې پېښه كې د سيمې او بهرنيو استخباراتي كړيو لاس دى، چې بايد وڅېړل شي.
د مشرانو جرگې د يكشنبي (د تلې ۳) عمومي غونډه د هېواد پر امنيتي حالاتو بحث ته ځانگړې شوې وه.
د مشرانو جرگې غړيو له دولت څخه غوښتنه وكړه، چې د سولې عالي شورا د رييس استاد برهان الدين رباني د ترور په اړه دقيقه څېړ نه پيل او خلكو ته معلومات وړاندې كړي.
د مشرانو جرگې لومړى مرستيال محمد علم ايزديار وايي:
د دې پېښې تر شا د سيمې او بهرنيو استخبارتو لاس؛ نو په ملي كچه ستونزمنه ده، چې د پيښې ريښې دې څرگندې شي.
هغه وايي، چې:
د پېښې كره څېړنه به په راتلونكي كې د دا ډول پېښو د تكرار په مخنيوي كې مرسته وكړي.
ايزديار دغه راز د سولې عالي شورا د رييس په ترور كې د امنيتي ارگانونو پركمزورتيا هم نيوكه وكړه او وايي، چې:
امنيتي ارگانونه مسووليت لري، چې د لوړپوړيو شخصيتونو او خلكو امنيت دې وساتي.
د مشرانو جرگې غړى عبدالخالق بلاغي وايي:
كه څه هم د مشرانو جرگي يو شمېرغړي وايي، چې امنيتي چارواكي دې په دې اړه مشرانو جرگي ته د ځواب ويلو په موخه وروغوښتل شي، خو يو شمېر نور بيا په دې اړه بېل نظر لري .
د سولي عالي شورا رييس استاد برهان الدين رباني د تېرې سه شنبي په ورځ(د وږي په ۲۹) په خپل كور كې د يوه ځانمرگي بريد كوونكي له خوا، چې د سولې د قاصد په نامه ورغلى و ترور شو .