تازه خبرونه
د استاذ شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس شهادت نه جبرانیدونکې ضایعه ده – اسلامي امارت
د خواخوږۍ او خواشینۍ په دې پیغام کې پر نوموړي دا برید پر سختو ټکو غندل شوی او د علماء کرامو په شهادت رسول یې د اسلام او علماؤو د دښمنانو کار بللی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد لهخوا په خپاره شوي پیغام کې راغلي: د پېښور د اکوړه خټک د دارالعلوم حقانیه مدرسې مشر شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس پر شهادت رسول شوی دی.
د خواخوږۍ او خواشینۍ په دې پیغام کې پر نوموړي دا برید پر سختو ټکو غندل شوی او د علماء کرامو په شهادت رسول یې د اسلام او علماؤو د دښمنانو کار بللی دی.
په دې پیغام کې د نوموړي جید عالم او د زرګونو علماؤو د استاذ شهادت د ټول علمي کهول، علماء کرامو او اسلامي نړۍ لپاره یوه ستره او نه جبرانیدونکې ضایعه بلل شوې ده.
پاکستاني رسنیو د پولیسو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې پر نوموړي ډزې د ناڅرګندو وسلوالو لهخوا ترسره شوي او وسلوالو له سیمې تېښته کړې؛ خو لټون یې روان دی.
د راپورونو له مخې؛ پر مولانا محمد ادریس د ډزو پېښه سهار مهال د چارسدې ولسوالۍ په اتمانزو سیمه کې رامنځته شوې او په دې پېښه کې دوه پولیس هم ټپیان شوي دي.
د مولانا محمد ادریس د جنازې لمونځ به نن( سېشنبه د غویي پېنځلسمه / د می پېنځمه) د مازیګر ۵:۳۰ د هغه په پلرني کلي( د چارسدې تورنګزيو) کې ادا او خاورو ته وسپارل شي.
ویل کیږي، چې مولانا محمد ادریس د حدیثو په اړه د لکچر ورکولو لپاره دارالعلوم اتمانزو ته روان و، چې دا خونړۍ پېښه رامنځته شوه.