Connect with us

تازه خبرونه

د استانبول خبرې بې له کومې پایلې پای ته ورسېدې – سرچینې

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ « پاکستاني پلاوي له مذاکراتو سره بلدیت نه‌درلود، بې منطقه خبرې یې کولې او ان کله کله به یې سپک چلند کاوه او بده ژبه به یې کاروله. د دوی د مذاکراتي ډلې اخلاقو، کرکټر او وضعیت ته د قطر او ترکیې منځګیړي هم حیران پاتې ول او د حال پر ژبه به یې افغان پلاوې ته ویل، چې له ډېرو بدو ګاونډیانو سره مو سر او کار دی.»

خپور شوی

د

باوري سرچینې آریانا نیوز ته ويلي، چې په ترکیه کې د پاکستان او افغانستان د پلاویو ترمنځ مذاکرات بې له کومې پایلې پای ته ورسېدې.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ « پاکستاني پلاوي له مذاکراتو سره بلدیت نه‌درلود، بې منطقه خبرې یې کولې او ان کله کله به یې سپک چلند کاوه او بده ژبه به یې کاروله. د دوی د مذاکراتي ډلې اخلاقو، کرکټر او وضعیت ته د قطر او ترکیې منځګیړي هم حیران پاتې ول او د حال پر ژبه به یې افغان پلاوې ته ویل، چې له ډېرو بدو ګاونډیانو سره مو سر او کار دی.»

سر چینې د پاکستان د غوښتنو په اړه څرګنده کړې: – د غونډې ټولې مادې وروستۍ شوې وې؛ خو یوازې پر یوه ماده بحث روان و، چې پاکستاني اړخ پر ناسم چلند غونډه کډوډه کړه.

سرچینې زیاته کړې: «د پاکستان اړخ د مذاکراتو پر میز خپل حواس او اخلاق په ټولیزه توګه له لاسه ورکړل؛ سپکې او سپورې یې کولې، چې دې وضعیت منځګړي (ترکان او قطریان) هم سخت خفه کړل.»

هغه وایي: « د پاکستاني ټيم مشر خورا بد چلنده انسان و؛ له افغان لوري یې غوښتنه کوله، چې تاسې ټول هغه ګروپونه افغانستان ته در وغواړئ او کنترول یې کړئ، چې په پاکستان کې بریدونه کوي.»

دغه راز؛  بله غوښتنه یې دا وه، چې که په پاکستان کې ټي ټي پي کوم برید کوي؛ مونږ یې غچ له افغانستان څخه اخلو.

پاکستاني اړخ وغوښتل؛ تاسې به تضمین کوئ، چې ټول هغه ګروپونه به کنترولوئ، چې له افغانستان څخه پر پاکستان بریدونه تنظیموي.

ـسرچینه څرګندوي: جالبه دا وه، چې په غونډه کې د افغانستان له‌خوا د امریکایي ډرون د بندېدو او د پاکستان له فضا څخه د نه‌را تېرېدو خبره وشوه؛ د پاکستاني مذاکراتي ټيم مشر جنرال شهاب اسلم وویل دا خبره باید ونشي.

سر چینه وایي: د افغانستان لپاره د قطر سفیر مردف، چې په غونډه کې حاضر و؛ ورته وویل، چې غوږ ورته ونیسه خبره په نیمایي کې مه قطعه کوه! دا د افغانانو یوه اندېښنه ده. پاکستاني جنرال شهاب اسلم وویل: امریکایي ډرون، چې زمونږ پر فضا افغانستان ته تېریږي دا؛ خو ستاسې د قطر له هوایي اډې را پورته کیږي ته یې هلته ولې نه بندوې؟

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې اړه قطري سفیر ویلي، چې مونږ هلته له امریکا سره یو تړون لرو. جنرال شهاب اسلم یې په ځواب کې ویلي: مونږ هم له امریکا سره تړون لرو (یعنی پاکستان له امریکا سره د افغانستان د حریم د نقض کولو تړون لري).

ویل کیږي، چې ” په پاکستان کې دننه د بریدونو د کنټرول مسوولیت د اسلام‌آباد د امنیتي ځواکونو په غاړه دی او افغانستان یوازې دا تضمین ورکوي، چې خاوره به یې د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.”

تازه خبرونه

متقي او خلیلزاد د افغانستان او امریکا د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ماښام د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د بېلابېلو برخو شته فرصتونه او د افغانستان او امریکا د اړیکو اړوند هغه موضوعات وڅېړل شول، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعامل په پراختیا کې رول لرلی شي.

Published

on

Last Updated on: وږی ۱۵, ۱۴۰۵

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او د افغانستان د اوسني وضعیت او د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو یې خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ماښام د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د بېلابېلو برخو شته فرصتونه او د افغانستان او امریکا د اړیکو اړوند هغه موضوعات وڅېړل شول، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعامل په پراختیا کې رول لرلی شي.

امیرخان متقي د ثبات، امنیت، اقتصادي ودې او پر ځان بساینې په برخو کې شویو پرمختګونو ته د نغوتې پر مهال ویلي، چې افغانستان اوس د پانګونې لپاره له مناسب چاپېریال څخه برخمن دی.

دغه راز زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د شته امنیت، ثبات او بیارغونې په اړه شوي پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل او د آبادۍ، اقتصادي ودې او پر ځان‌بساینې په برخو کې د ډېر پرمختګ هیله څرګنده کړه.

خلیلزاد همداراز د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د پراختیا او رغنده تعامل په اړه خپل نظرونه له اړوند لوري سره شریک کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بدخشان په واخان کې یو اسټرالیایي سېلانی د زړه له درېدا مړ شو

د فخري د څرګندونو له مخې؛ دغه سېلاني، چې «چارلس» نومېده او د اسټرالیا تابعیت یې درلود، د واخان ولسوالۍ په چپاران سیمه کې یې ژوند له لاسه ورکړ.

Published

on

Last Updated on: وږی ۱۵, ۱۴۰۵

د افغان ټور دولتي شرکت مسوول ظهورالله فخري ويلي؛ یو اسټرالیایي سېلانی د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې د زړه د درېدا له کبله مړ شوی دی.

د فخري د څرګندونو له مخې؛ دغه سېلاني، چې «چارلس» نومېده او د اسټرالیا تابعیت یې درلود، د واخان ولسوالۍ په چپاران سیمه کې یې ژوند له لاسه ورکړ.

نوموړي د دې پېښې د رامنځته کېدا د وخت او د دغه سېلاني د مړي د لېږد په اړه جزئیات نه‌دي ورکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

متقي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې د راتلونکو همکاریو په اړه خبرې وکړې

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، ګډو ګټو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشوې.

Published

on

Last Updated on: وږی ۱۵, ۱۴۰۵

 

د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف نن شنبه په کابل کې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، ګډو ګټو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشوې.

دواړو لوریو د سیمې د وضعیت په اړه هم د نظرونو تبادله کړې او ټینګار یې کړی، چې په سیمه کې روانو بدلونونو ته پر پاملرنه د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو دوام د دواړو هېوادونو پر ګټه دی.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د راتلونکو همکاریو په اړه هم خبرې وشوې او د افغانستان او روسیې د اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!