تازه خبرونه
د استانبول ناستې ته به ۷ سیاسي ګوندونه د سولې ګډه طرحه وړاندې کړي
د سیاسي ګوندونو کمېټه، چې اووه ګوندونه په کې دي؛ د استانبول ناستې ته به د سولې په اړه خپله ګډه ځانګړې طرحه وړاندې کړي.
په افغانستان کې ګوندونه غواړي د استانبول ناستې ته ځانګړې طرحې او غوښتنې وړاندې کړي؛ د سیاسي ګوندونو کمېټه له دوه میاشتو را پدیخوا دې ناستې ته ځانګړې طرحه جوړوي.
په دې کمېټه کې د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي، د کریم خلیلي حزب وحدت اسلامي، د محمد محقق د افغانستان د خلکو حزب وحدت اسلامي، د صلاح الدین رباني حزب جمعیت اسلامي، د سید حامد ګیلاني حزب محاذ ملي، د مارشال دوستم حزب جنبش ملي او د انوارالحق احدي افغان ملت ګوند ونډوال دي.
که څه هم ځینې مشران د ملي پخلاینې عالي شورا د مشرتابه غړي دي؛ خو حزب اسلامي وایي، چې د ګوندونو کمېټه د جمهوریت د طرحې تر څنګ بله جلا طرحه د استانبول ناستې پر میز ږدي.
د حزب اسلامي یو غړی وایي، چې دا ګوندونه به د اپوزیسون په توګه واحده طرحه د استانبول ناستې ته وړاندې کړي او د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي هم د ملي پخلاینې عالي شورا ته تر اوسه هیڅ طرحه نده سپارلې.
د جمعیت اسلامي د مشرتابه ځینې غړي او سیاستوال د جوړښت ماتوونکیو تر سرلیک لاندې د استانبول په ناسته کې د نامتمرکز نظام د مطرح کېدو غوښتنه کوې.
د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي د مشرتابه غړی همایون جریر وایي: مونږ د ګوندونو د کمېټې لخوا یوه بېله طرحه جوړه کړې ده او د اپوزیسیون په توګه په دې ناسته کې ګډون کوو او مونږ د ملي پخلاینې عالی شورا ته طرحه نده سپارلې.
د استانبول ناستې لپاره ډېرو د نظام جوړښت مطرح کړی دی.
د جمعیت اسلامي دا غړي وایي؛ باید د استانبول په ناسته کې د امارت او جمهوریت د نظامونو د جوړښت تر څنګ فډرال یا نامتمرکز نظام هم تر بحث لاندې راشي.
د حزب جمعیت اسلامي د مشرتابه شورا غړي محی الدین مهدي ویلي؛ مونږ تر دې دمه لیدلي، چې د دولت ریاستي جوړښت کومه ښه پایله نده ورکړې؛ متمرکز نظام باید مات شي او له نامتمرکزه نظام سره یوې پایلې ته ورسیږو.
د ملي پخلاینې عالي شورا د دېرش ګوندونو او سیاسي بهیرونو طرحې اخیستي؛ خو دا د کارونو وروستۍ برخه نده او ښکاري، چې د ترکیې ناستې ته به له افغانستان څخه څو طرحې ځي.
د ډېرو په باور ډېرې طرحې کولی شي د استانبول ناستې ته ستونزې جوړې کړي.
د جمعیت اسلامي د مشرتابه شورا غړی ستار مراد وایي: د طرحو بېلابېلې بڼې ستونزې جوړوي؛ سیاسي بهیرونه باید په تمه شي، چې د هېواد په اړه د افغانستان اسلامي جمهوریت او د ملي پخلاینې عالی شورا څه پرېکړه کوي.
ډېري سیاستوال وایي، چې د استانبول په ناسته کې به لومړی اوربند او وروسته لنډ مهال نظام تر بحث لاندې راشي او د متمرکز او نامتمرکز نظام په اړه فرصت نشته؛ نو غوره ده، چې د جمهوریت حوزې ټول بهیرونه له یوې واحدې طرحې سره د استانبول په ناسته کې ګډون وکړي.