نړۍ

د اسرائیلو دفاع وزیر د فلسطین له ولسمشر سره وکتل

Published

on

د اسراییلو دفاع وزیر بیني ګانټس د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د فلسطین له ولسمشر محمود عباس سره یې د اقتصادي او امنیتي اړیکو د ټینګولو په اړه خبرې کړې دي.

له ۲۰۱۴ زېږدیز کال راپدیخوا، چې د دواړو هېوادونو د مشرانو خبرې ودرېدی؛ دا یې تر منځ لومړنۍ مخامخ لیدنه ده.

د محمود عباس دفتر څرګنده کړې، چې ولسمشر د اسرائیلو له دفاع وزیر بني ګانتس سره لیدلي دي.

ویل کیږي، چې دا خبرې د یکشنبې پر ورځ د لویدیځې غاړې په رام الله کې ترسره شوې دي.

د فلسطیني ادارې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغو دوه لوړپوړیو فلسطیني او اسرائیلي چارواکو د لیدنې په اجنډا کې بېلابېل مسایل ځای شوي دي.

بني ګانتس په دې لیدنه کې محمود عباس ته ډاډ ورکړی، چې اسرائيل به د فلسطيني سيمو د اقتصادي وضعيت د ښه والي او پياوړتيا لپاره ډاډمنې هڅې تر سره کړي.

له بلې خوا محمود عباس او د اسرائیلو دفاع وزیر د غزې د تړانګې پر حالاتو هم خبرې کړي دي.

حماس د غزې تړانګه په واک کې لري او حماس په لویدیځه غاړه کې د فلسطیني ادارې سیال پاتې شوی دی.

Trending

Exit mobile version