نړۍ

د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو له کبله د غزې لوی روغتون وتړل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۲, ۱۴۰۲)

د روغتیا نړیوالې ټولنې (دبلیو اچ او) مشر د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ په داسې حال کې، چې د حماس تر څار لاندې سیمو د اسرائیلو بریدونه روان دي؛ په غزه کې ترټولو لوی روغتون روغتیایي چارې بندې کړي، چې له کبله یې د ناروغانو مرګ و ژوبله مخ پر ډېرېدو ده.

طبي کارکونکیو ویلي، چې د فلسطین په شمال کې د الشفا روغتون په ګډون روغتیایي څانګې د اسرائیلي ځواکونو لخوا محاصره شوي او له ناروغانو پاملرنه یې ناشونې کړې ده؛ درې ماشومان مړه شوي او ډېر نور د برښنا د بندیدو له کبله د مرګ له خطر سره مخ دي.

اسرائیلو ويلي؛ د حماس هغو فلسطیني اورپکو ته نږدې کیږي، چې د تلې پر ۱۵ او د اکتوبر پر اوومه یې د اسرائیلو په سویل کې وژونکي بریدونه وکړل او ادعا هم کوي، چې دا ډله ت روغتونونو لاندې د قومندې مرکزونه لري.

د روغتیا نړیوالې ټولنې مشر تدروس ادهانوم ګیبریوس ویلي؛ دوی بریالي شوي، چې د الشفا روغتون له روغتیایي څانګوالو ( متخصصینو ) سره خبرې وکړي. هغو وضعیت د پرله‌پسې ډزو او ګولیو له کبله ډېر بد او خطرناک یاد کړیدی.

هغه په ​​ایکس پاڼه کې لیکلي؛ له خواشینۍ سره، چې د ناروغانو د مړینې شمېر د پام وړ ډېر شوې دی.

نوموړي هم د ملګرو ملتونو نورو لوړ پوړیو چارواکو ته ورته د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.

هغه ویلي؛ نړۍ چوپه پاتې کېدلی نه‌شي. په داسې حال کې، چې روغتونونه باید خوندي ځایونه وي او د مرګ، ویجاړۍ او نا امیدۍ پر سیمو بدلې نه‌شي.

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو، چې د نړۍ تر ټولو لوی مسلمان نفوس لري؛ د دوشنبې پر ورځ په واشنګتن کې له جوبایدن سره له کتنې مخکې د اوربند غوښتنه وکړه.

جوکو ویدودو په ریاض کې د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې له ګډون وروسته په یوه ثبت شوې ویدیو کې ویلي: اوربند باید ژر پلی شي؛ مونږ باید بشري مرستې هم ګړندۍ او زیاتې کړو او د سولې خبرې پیل کړو.

هغه ویلي؛ نړۍ د فلسطین د کړاوونو په لیدلو کې ځان بې‌وسه ګوري. د اسلامي او عربي هېوادونو د مشرانو په ځانګړې ګډه غونډه کې د جرمونو له نړیوالې محکمې هم وغوښتل شول، چې په فلسطیني سیمو کې د اسرائیلو له‌خوا ترسره شوي جنګي جرمونه او د بشریت ضد جنایتونه وڅېړي.

اسرائیل ويلي هڅه کوي، چې د اکتوبر پر اوومه د حماس وسله‌والو له لوري له ۲۰۰ ډېر یرغمل شوي اسرائیلیان خوشې کړي او ټینګار کوي، چې روغتونونه باید تش شي.

اروپايي ټولنې په غزه کې له روغتونونو او ملکي وګړیو څخه د انساني سپر په توګه د حماس کاراخیستل غندلي او له اسرائیلو یې غوښتي، چې د ملکي وګړیو د ساتنې لپاره تر ټولو زیات زغم وښيي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بورل د یکشنبې پر ورځ د ۲۷ هېوادونو ټولنې پر استازیتوب په یوه اعلامیه کې ویلي: روانه دښمني روغتونونه اغېزمنوي او ملکي وګړیو او طبي کارمندانو ته ډېر زیان رسوي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان ویلي؛ حماس له روغتونونو او نورو ملکي ځایونو څخه د جنګیالیو او وسلو د ساتلو لپاره کار اخلي، چې د ده پر وینا د جګړې له قوانینو سرغړونه ده.

جیک سالیوان سي بي اس نیوز ته ویلي؛ امریکا نه غواړي، چې په روغتونونو کې د وسله‌والې جګړې لیدونکې وي؛ ځکه، چې بې ګناه خلک او تر پاملرنې لاندې ناروغان په جګړه کې بند پاتې کیږي او مونږ په دې اړه د اسرائیلو له دفاعي ځواکونو سره مشوره کړې ده.

Trending

Exit mobile version