تازه خبرونه

د اسرائیل دفاع وزیر له دندې لرې شو

اسرائیل د لومړي وزیر دفتر د سې شنبه په ماښام اعلان وکړ، چې بنیامین نتنیاهو د دې هېواد د دفاع وزیر یواو ګالانټ له دندې ګوښه کړ.

Published

on

د اسرائیلو دفاع وزیر د سې شنبې پر ورځ( د لړم پېنځلسمه ) په غزه کې له پرله‌پسې ناکامیو وروسته له خپلې دندې لرې شو.

اسرائیل د لومړي وزیر دفتر د سې شنبه په ماښام اعلان وکړ، چې بنیامین نتنیاهو د دې هېواد د دفاع وزیر یواو ګالانټ له دندې ګوښه کړ.

دې دفتر زیاته کړې، چې د دې هېواد د جګړو د مدیریت پر سر د نتنیاهو او ګالانټ ترمنځ ډېر اختلافونه ول.

د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر اعلان کړی، چې د اسرائیلو د دفاع وزیر یواف ګالانټ پر ځای یسرائیل کاټز د نوي دفاع وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

یواو ګالانټ د اسرائیلو له دفاع وزارت څخه له ګوښه کېدو وروسته په اېکس کې لیکلي: د اسرائیل د امنیت ټینګښت زما د ژوند ماموریت او وي به.

د راپورونو له مخې؛ د نتنیاهو د حکومت یو شمېر مخالفان د دې پرېکړې پر ضد د اعتراض لپاره د دغه ښار سړکونو ته راوتلي او په بیت‌‎المقدس کې د لومړي وزیر د استوګنې لار د پولیسو ل‎خوا تړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیل د ایران د یوه بل شوني برید لپاره چمتوالی نیسي.

Trending

Exit mobile version