تازه خبرونه
د اسلامي امارت استازیو اندونیزیا ته نارسمي سفر کړی و – جاکارتا
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت استازيو د جولای په لومړیو کې پر یوه نارسمي سفر اندونیزیا ته راغلي وه؛ خو کابل ویلي وه، چې دوی د نړۍ د ګڼمیشتي مسلمان هېواد له سیاستوالو، عالمانو او سوداګرو سره ولیدل.
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې د اسلامي هېوادونو له لوري پر رسمیت وپېژندل شي او غواړي د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې شي.
اندونیزیا هم د نړۍ نورو هېوادونو ته ورته، تر دې دمه اسلامي امارت پر رسمیت نهدی پېژندلی.
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویاند تیوکو فایضاسيه یادې سرچینې ته ویلي: هغوی جاکارتا د کورنیو چارو لپاره نارسمي سفر کړی و.
هغه زیاته کړې، چې دا لیدنه د پلاوي د ناستې په توګه یادولی نهشو؛ ځکه، چې دا بیا د یو ډول رسميت معنی لري.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل د چنګاښ پر ۲۳ / د جولاتی پر ۱۴ نېټه تویت کړی و، چې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي ریاست لومړي مرستیال مغفور الله شهاب پر مشرۍ یو پلاوی اندونیزیا ته رسیدلی دی.
هغه دا هم ویلي، چې دې پلاوي له یو شمېر عالمانو، سیاستوالو او سوداګرو سره وکتل او د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا یې خبرې وکړې.
په داسې حال کې، چې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ د اسلامي امارت او اندونیزیا د چارواکو تر منځ کومه رسمي غونډه نهده شوې.