تازه خبرونه
د اسلامي امارت استازی د روسیې په نړیواله اقتصادي غونډه کې ګډون کوي
ټاکل شوې، چې د روسیې د سنټ پیټرزبورګ په جوړېدونکې پېنځه ویشتمه اقتصادي ناسته کې د افغانستان سفارت چارسمبالی ګډون وکړي.
د روسیې تاس خبري آژانس څرګنده کړې؛ ټاکل شوې، چې دغه ناسته د روان کال د جون له پېنځلسمې څخه تر اتلسمې نېټې په روسیه کې جوړه شي.
یوې دیپلوماتیکې سرچینې تاس ته څرګنده کړې، چې په مسکو کې د افغانستان د سفارت چارسمبالی جمال ناصر غروال د سنټ پیټرزبورګ په پېنځه ویشتمې نړیوالې اقتصادي ناسته کې ګډون کوي.
دغه راز د سوداګرۍ او پانګونې خونه د اسلامي امارت له استازي تمه لري، چې له منځنۍ آسیا سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا تمرکز وکړي.
د اقتصادي چارو کارپوهانو ويلي، چې افغان استازي باید هڅه وکړي، چې د پانګونې د جلبولو لپاره د بهرنیو پانګوالو پام ځان ته راواړوي.
تر اوسه د بهرنیو چارو وزارت په رسمي بڼه د اسلامي امارت د استازي د ګډون په اړه څه ندي ویلي؛ خو مسکو یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د افغانستان په سیاسي استازولۍ کې یې د اسلامي امارت استازي شتون لري.