تازه خبرونه
د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو کومه هڅه مو نهده روانه کړې
دا په داسې حال کې ده، چې راتلونکې اوونۍ به دوحه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د دوهیمې نړیوالې غونډې کوربهوي؛ خو د سپینې ماڼۍ ویاند وایي، د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د امریکا له لوري کومه هڅه نهده شوې.
د دوشنبې پر ورځ په یو خبري کنفرانس کې جان کربي زیاته کړې؛ مونږ په رسمي ډول څو ـ څو ځله ویلي: که هغو( اسلامي امارت ) غواړي، چې مشروع واکمن وپېژندل شي؛ باید شوې ژمنې عملي کړي، خو دوی دا کار نهدی کړی.
نوموړي دا ټینګار هم کړی، چې د اسلامي امارت په اړه د امریکا تګلاره بدله شوې نهده.
اسلامي امارت چارواکو هم څو ـ څو ځله ویلي؛ د رسمیت پېژندنې شرایط یې پوره کړي دي.
ټاکل شوې، چې راتلونکې یکشنبه به په دوحه کې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړيو استازو دوهیمه غونډه پیل شي.
