تازه خبرونه
د اسلامي امارت د غوښتنو له منلکېدو پرته به د م.م په غونډو کې ګډون ونهکړو- مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت د پلاوي د ګډون په اړه د ملګرو ملتونو وروستۍ پرېکړې ته ګوته ونیوله او هغه یې ناسمه وبلله.
مولوي عبدالکبیر په دې اړه څرګنده کړې؛ که ملګري ملتونه او هېوادونه د اسلامي امارت غوښتنې ومني؛ نو د ملګرو ملتونو او هېوادونو په راتلونکیو غونډو کې به د افغانانو استازیتوب وکړي.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې تېر ماښام (پنجشنبه د کب درېیمه) په کابل کې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر له سراج الاسلام دارالعلوم څخه د فارغو شویو عالمانو د دستار بندۍ پر مهال ویلي؛ که د اسلامي امارت غوښتنې ومنل شي؛ نو د ملګرو ملتونو او هېوادونو په راتلونکیو غونډو کې به د افغانستان پر استازیتوب ګډون وکړو.
د یادونې ده، چې د دوحې له غونډې مخکې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي له ملګرو ملتونو څخه د خبرو اترو او تعامل لپاره د استازیتوب غوښتنه کړې وه؛ خو د نه منل کېدو پر دلیل بیا اسلامي امارت په دې غونډه کې د نه ګډون پرېګړه وکړه.