تازه خبرونه

د اسلامي امارت د ملامتولو پر ځای دې پاکستان خپل پوځ وپوښتي – مولانافضل الرحمن

په تېرو درې کلونو کې د پاکستاني سرتېرو پر وړاندې د پاکستان د تحریک طالبانو د بریدونو پراختیا د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د شخړې یوه موضوع وه او ده؛ ځکه پاکستان تل ادعا کړې، چې ټي ټي پي د پاکستان د سرتېرو پر وړاندې د بریدونو د تنظیمولو لپاره د افغانستان له خاورې څخه کار اخلي.

Published

on

 د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ويلي؛ اسلام‌آباد باید د ناامنۍ د زیاتوالي پړه پر اسلامي امارت ونه اچوي، ځکه د وسلوالو ډلو بنسټ د پاکستان پوځ ایښی دی.

په تېرو درې کلونو کې د پاکستاني سرتېرو پر وړاندې د پاکستان د تحریک طالبانو د بریدونو پراختیا د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د شخړې یوه موضوع وه او ده؛ ځکه پاکستان تل ادعا کړې، چې ټي ټي پي د پاکستان د سرتېرو پر وړاندې د بریدونو د تنظیمولو لپاره د افغانستان له خاورې څخه کار اخلي.

اوس د پاکستان دننه غږونه د پاکستان د حکومت دا ادعا ردوي، چې ټي ټي پي د پاکستان پر ضد د افغانستان خاوره کاروي.

د پاکستان د حمعیت علماء اسلام  مشر مولانا فضل الرحمن په دې اړه زیاته کړې، چې د اسلامي امارت ملامتول بې معنا دي او پرځای یې باید د پاکستان له پوځ څخه پوښتنه وشي.

مولانا فضل الرحمن وايي، اسلام‌آباد باید د ناامنۍ د زیاتوالي پړه پر اسلامي امارت ونه اچوي؛ ځکه، چې د وسلوالو ډلو بنسټ د پاکستان پوځ ایښی دی.

نوموړی وایي:  ” باجوه ویلي؛ مونږ د افغانستان او پاکستان ترمنځ دیوال جوړ کړی، چې هیڅ افغان له دې خوا څخه هغې خوا ته یا له هغې خوا څخه دې خوا ته رانشي. تاسې به خامخا د افغانانو په اړه شکایت کوئ؛ ځکه هغه کسان، چې مونږ په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو پر تور نیولي وه په هغوی کې افغانان هم ول. ولې تاسې له دوی څخه د پاکستان خاورې ته د ننوتلو په اړه شکایت نه‌کوئ؟ راځئ دا ومنو، چې دوی د خپلې پولې په کنټرول کې پاتې راغلي؛ خو مونږ هم خپله پوله ساتو. څنګه مونږ نشو کولی، چې د دوی د تېرېدو مخه ونیسو؟ دوی څنګه زمونږ سیمې ته ننوتل او پر مونږ یې برید وکړ؟.”

ځینې پوځي کارپوهان څرګندوي، چې افغانستان او پاکستان باید خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي؛ ځکه، چې د تاوتریخوالي زیاتول د حل لار نشي کېدای.

اسلامي امارت تل ویلي، چې ټي ټي پي د پاکستان خپله کورنۍ ستونزه ده او کابل په دې برخه کې هیڅ ډول لاسوهنه نلري او اجازه به ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

Trending

Exit mobile version