تازه خبرونه

د اسلامي امارت رهبر د امر بالمعروف د قانون پر پلي کېدا ټینګار وکړ

هغه ويلي؛ د اوسني اسلامي نظام لپاره په تېرو ۲۰ کلونو کې ډېرې قربانۍ ترسره شوي او بايد د دې نظام د ساتنې لپاره هڅې وشي؛ دا کار پر اطاعت او تقوا او د عالمانو پر مشورو شونی دی.

Published

on

د اسلامي امارت رهبر مولوي هبة‌الله اخوندزاده د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دولسمه ) د کندهار ولایت سپین بولډک ولسوالۍ ته په خپل سفر کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون پر پلي کېدا ټینګار کړی دی.

د کندهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د اسلامي امارت رهبر سپین بولډک ولسوالۍ ته په سفر کې له نظامي او ملکي چارواکو، د عالمانو شورا، سوداګرو او امنیتي منسوبینو سره وکتل او هغو ته یې وینا وکړه.

هغه ويلي؛ د اوسني اسلامي نظام لپاره په تېرو ۲۰ کلونو کې ډېرې قربانۍ ترسره شوي او بايد د دې نظام د ساتنې لپاره هڅې وشي؛ دا کار پر اطاعت او تقوا او د عالمانو پر مشورو شونی دی.

د اسلامي امارت رهبر عالمانو ته څرګنده کړه؛ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون په پلي کېدا کې له اړوند ادارو سره بشپړه همکاري وکړئ او هره ورځ په جوماتونو کې لمونځ کوونکیو او خلکو ته د ایمان، عقیدې او لمانځه اړوند مسایل وړاندې کوئ.

دغه راز یې د سپين بولډک ولسوالۍ نظامي او ملکي مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې اختلافات ونلري، له يو بل سره پوره همغږي او همکاري وساتي، د خپلو مسووليتونو په ترسره کولو کې ژمن اوسي او د خپلو مشرانو اطاعت وکړي.

Trending

Exit mobile version